افغانستان
د هیواد په ځینو سیمو کې د سمندر د سطحې لوړوالی
دانرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې دهېواد په ځينو سيمو کې د واورو او بارانونو له امله ښايي د بحر سطحه لوړه شي .
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هریرود، مرغاب او امو سیندونو په اوږدو کې د نسبتاً سختو بارانونو او سیلابونو وړاندوینه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له څه باندې دوو لسیزو راهیسې د اقلیمي بدلونونو او پرله پسې وچکالیو له امله افغانستان د اوبو د کچې د ټیټوالي له ګڼو ننګونو سره مخ دی.
بايد يادونه وسي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا قيام وروسته د اقتصادي پرمختيايي پروژو د پيل تر څنګ د اوبو د کاناليزاسيون په برخه کې هم د پام وړ هڅې روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به د پنجشېر د اوبو د کابل ښاریانو د اوبو د کمښت د ستونزو د هواري لپاره به سمندري کانالونه جوړ شي