د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، تېر کال د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت له ۲۵۰۰ ټنو ډېر جلغوزي ګاونډیو هېوادونو او نړۍ ته صادر شوي دي.
د افغانستان جلغوزي تر ډېره چین، هند، ترکیې او متحده عربي اماراتو ته صادرېږي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده وايي: په ۱۴۰۲ کال کې د تور انګورو د صادراتو ټول وزن ۲۵۲۳ ټنه و او ارزښت یې ۲۷ میلیونه ډالره و چې زیاتره یې چین، هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو ته صادر شول. سعودي عربستان، قطر، امریکا، انګلستان، اسټرالیا، هالنډ او نورو هیوادونو کې یې ځای نیولی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي هم وايي، چې له تېر کال راهیسې په هېواد کې د جلغوزیو حاصلات زیات شوي او د جلغوزیو د حاصلاتو د ترلاسه کولو لپاره یې مصنوعي ځنګلونه هم پراخ کړي دي.