نړۍ
د روسیې په سیمو کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د ویجاړولو دوام
د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو له ویجاړولو وروسته، د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړ چې تېره شپه د دغه هېواد هوايي دفاع ځواکونو د روسیې په خاوره کې ۱۹ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې له منځه وړې دي.
د دغه راپور له مخې، ۱۶ بې پیلوټه الوتکې د روستوف په سیمه کې، دوه د بلګورود په سیمه کې او یوه د ولګوګراد په سیمه کې له منځه تللې ده.