نړۍ
اروپايي ټولنه چمتو ده چې د ټرمپ د بریا په صورت کې له اوکراین سره پوځي ملاتړ بدل کړي
واشنګټن پوسټ د اروپايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د اروپايي ټولنې هېوادونه چمتو دي، چې که ډونالډ ټرمپ په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي، له اوکراین سره د امریکا په پوځي ملاتړ کې بدلون راولي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي چې اروپايي چارواکي په دې لټه کې دي چې د نومبر میاشتې تر انتخاباتو مخکې د اوکراین په اړه د سپینې ماڼۍ د احتمالي بدلون مخه ونیسي.
پر سبېره پردې، اروپايي اتحادیه اوس په خپلو امنیتي مسلو کې د مسؤلیتونو د زیاتوالي پلوي کوي، ځکه چې د متحده ایالاتو د دفاعي ملاتړ له لاسه ورکول دا اتحاد د “ویجاړونکي ګوزار” سره ګواښي.
اروپايي چارواکي لا دمخه د غچ اخیستونکي سوداګریز تعرفو مسوده هم چمتو کوي که چیرې ټرمپ د اروپايي اتحادیې پر محصولاتو تعرفې بیرته وضع کړي.