د پنټاګون ویاند جنرال پاټ رایډر سیمې ته د څو B-52 بمبار او جنګیالیو او ویجاړونکو د استولو اعلان وکړ.
هغه وويل دغه تجهيزات په منځني ختيځ کې دامريکا د اتباعو او ځواکونو دامنيت دتامينولو او له اسرائيلو څخه دملاتړ په خاطر دامريکا ددفاع د وزير لويد آسټن په امر سيمې ته استول شوي دي .
دا تجهیزات به په راتلونکو میاشتو کې واستول شي او په ورته وخت کې د USS ابراهام لینکول الوتکې وړونکې بیړۍ له سیمې څخه د وتلو لپاره چمتووالی نیسي.
پنټاګون د هغو تجهیزاتو شمېر او مشخصات نه دي په ګوته کړي چې سیمې ته به استول کېږي او همدارنګه د ابراهام لینکن د الوتکې وړونکې بېړۍ د وتلو دقیق وخت نه دی په ډاګه شوی.