سیمهنړۍ

د عراق د مقاومت بې پیلوټه الوتکې د اسراییلو رژیم بلا دی/امریکاد اسراییلو مرستې ته راغله

اسوشېټېډ پرېس د امریکايي چارواکو په حواله ادعا کړې چې اسراییل هره ورځ د عراق له خاورې د بې پیلوټه الوتکو مستقیم هدف دی.

د دې ادعا له مخې امریکايي ځواکونه او د دغه هېواد ملګري (ایتلاف) اړ شول چې دغه بې پیلوټه الوتکې د عراق له خاورې وغورځوي.

اسوشیټیډ پریس هم د یوه امریکایی پوځی چارواکی له قوله چی نوم یې نه دی اخیستی وایی: «دا ډرون د حماس د حملې (اکتوبر اوومه) راهیسی یوه ستونزه ده او د اسرائیلو د حملې په اړه د ایران ځواب نه دی.

دغه لویدیځ خبری آژانس هم د یوه سیمه ایز امنیتی چارواکی له قوله خبر ورکړی: له عراق څخه د اسرائیلو په لور د پیل شویو بې پیلوټه الوتکو اوسط شمېر هره ورځ پنځو ته رسیږی.

د غزې پر ضد د اسرائیلي رژیم د جګړې له پیل راهیسې، د عراق اسلامي مقاومت په اشغال شوي ګولان، حیفا، تل ابیب او اشغال شوي ایلات کې د اسرائیلو ( اشغال شوي فلسطین) پر لور د لسګونو بې پیلوټه الوتکو په وسیله پوځي اهداف په نښه کړي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button