په بیجینګ کې د اسلامي امارت د سفیر مولوي بلال کریمي په حضور کې د افغانستان او چین ترمنځ د اورګاډي پټلۍ پرانیستل شوه. د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي او نورو چینايي چارواکو په حضور کې د دغه هېواد د جیانګ سو ولایت په نانتونګ ښار کې غونډه وشوه.
په چین کې د اسلامي امارت لوی استازی ویلي چې دغه ریل د ۲۰ ورځو په موده کې له نانتونګ څخه د حیرتان بندر ته ۵۰ کانتینرونه بریښنايي وسایل، جامې او نور توکي لیږدوي.
مولوي بلال کریمي په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد په پالیسي کې له خپلو ګاونډیانو سره د سوداګرۍ په برخه کې اوږد مهالو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي.
نوموړي د واخان دهلېز پرانېستلو هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دغه سوداګریز دهلېز به افغانستان او چین په ارزانه او اسانه توګه سره ونښلوي.