سیمه
پاکستان له ټي ټي پي سره خبرو ته زړه نه ښه کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، اسلام اباد له هغو ترهګرو ډلو سره چې د پاکستاني اتباعو او امنیتي ځواکونو د وژلو مسوول دي، خبرو ته لېوالتیا نه لري.
مېرمن بلوچ له خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار وکړ: “موږ باور لرو چې دا ډول وړاندیزونه او سپارښتنې د هغو کورنیو لپاره بې احترامي ده چې د تحریک طالبان پاکستان د کړنو له امله یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي.”
نوموړي دغه څرګندونې په پاکستان کې د افغانستان د سفارت د مشر سردار احمد شکېب د څرګندونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړې. ښاغلي شکېب مخکې ویلي وو چې د تحریک طالبان پاکستان پر مسله باید خبرې وشي.
اغلې بلوچ له ایران سره پر پوله د افغان مهاجرو د وژنې په اړه څه نه دي ویلي.