د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، امریکا او متحدین یې د افغانستان د “نازکه ثبات” په پروسه کې لاسوهنه غواړي او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د خپل پوځي حضور د بیا پیلولو لپاره بهانې لټوي.
د روسیې د رسنیو د راپور له مخې، لاوروف په مینسک کې د یورواسیا د دوهمې نړیوالې امنیتي غونډې په څنډه کې په خپله وینا کې د امریکا او د هغې د متحدینو «جارحانه» فعالیتونه د ټولې یوریشیا د وچې امنیت ته ګواښ وباله او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول کړنې د اروپا د امنیت لپاره خطر زیاتوي.