د عبراني رسنیو په وینا، د سنټکام قوماندان مایکل کوریلا به نن (9 لړم) اسراییل ته سفر وکړي ترڅو د ایران له حکومت سره د اسراییلو په ټکر کې وروستي پرمختګونه له نږدې وڅیړي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا د پوځ دغه قومندان څه موده وړاندې هغه مهال اشغال شوو سیمو ته سفر کړی وو چې د اسراییلو پوځ د ایران د توغندیو د برید ارزونه کوله.