د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې څلور میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده. په هرات کې د ایران د قونسل جنرال په وینا، افغانستان د هغه هېواد تر ټولو مهم اقتصادي شریک دی.
خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، معدني ډبرې، ممیز، لیډ، بېلابېل مشروبات او جلغوزي د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه دي او تېل، ډیزل، پټرول، ګاز، د فابریکو خام مواد او سمنټو د افغانستان له ایران څخه وارداتي توکو څخه دي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وویل:«د ۲۰۲۴ کال په ۹ میاشتو کې له ایران سره د افغانستان صادرات او واردات ۲.۱۴ میلیارده ډالره وو چې له دې جملې څخه ۳۸ میلیونه ډالره صادرات او ۲.۱۵۶ میلیونه ډالره واردات دي. ”
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د ننګونو له امله افغان سوداګرو سږ کال له ایران سره او د ایران له لارې له نورو هېوادونو سره سوداګري زیاته کړې ده.