سیمه

په پاکستان کې د پوليو واکسيناسيون پر ټيم بريد پنځه تنه وژلي دي

نن سهار (د لړم ۸ مه) د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په اورکزو قبيلې کې د پوليو واکسيناسيون پر ټيم نامعلومو وسله والو بريد کړی، چې دوه پوليس يې په نښه کړي او په ځوابي ډزو کې درې بريدګر هم وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د دغه پښتون ايالت په کوهاټ سيمه کې هم وسله والو کسانو د واکسيناسيون پر ټيم بريد کړى او تښتېدلي، خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

د پاکستان په شمال لویدیځ کې د ۷ قبایلي سیمو په ګډون په ټول پاکستان کې ۴۰ میلیونه ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو ورکولو پروګرام پیل شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې سږ کال د پوليو د ويروس له امله ٤١ ماشومان له تګ راتګ څخه بې برخې شوي دي. په سرحدي، لرې پرتو او محرومو سیمو کې د پولیو د له منځه وړلو په اړه د خلکو ناسم نظر په پاکستان کې د دغه ویروس د خپریدو لامل دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button