افغانستان

د حيرتان او مزارشريف تر منځ په يوه ترافيکي پېښه کې درې تنه مړه شوي دي

د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د چهارشنبې په شپه (د لرم دويمه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د حيرتان او مزارشريف ترمنځ پر لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي دي.

خبرپاڼه همداراز زیاتوي، چې دغه پېښه د فیلډر ډوله موټر او د تېلو د ټانکر د ټکر له امله رامنځته شوې او په کې د فیلډر ډوله موټر ټول سپاره کسان وژل شوي دي.

چارواکي د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بولي او وايي، چې د وژل شویو کسانو جسدونه او د تېلو ټانکر د دغه ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ته لېږدول شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button