افغانستان

د بلخ ولایت د چهارکنټ اوسېدونکي د دې ولسوالۍ مرکز ته د غځېدلي سړک له ناوړه وضعیت څخه شکایت کوي

د بلخ ولايت د چهارکنټ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، له مزارشريف څخه تر دې ولسوالۍ پورې غځېدلی سړک د خراب حالت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

دوی وايي، ډېر ځله داسې شوي، چې ښار ته د درملنې په موخه ناروغان لېږدول، د لارې د خرابوالي له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل خوا د چهارکوټ ولسوالۍ ولسوال صفت الله خالد هم د يادو خلکو ستونزې مني او وايي، چې ډېر ژر به د دغه سړک د جوړېدو چارې پيل شي.

د يادونې وړ ده، چې چهارکنټ ولسوالۍ د بلخ له مرکز مزارشريف څخه په ٥٠ کيلومترۍ کې پرته ده او په تېرو ٢٠ کلونو کې يې د بيارغونې په برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button