د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان کال په لړ کې د افغانستان صادرات ۷۰،۶ میلیونه ډالره زیات شوي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په روان لمریز کال کې افغانستان په ټولیز ډول د ۱۷۳،۹ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي او د ۹۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت مصرفي توکي وارد شوي دي.
د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، د روان کال په زمرۍ میاشت کې د افغانستان د صادراتو کچه ۱۰۳،۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. پاکستان، هند او متحده عربي امارات د صادراتو اصلي ځایونه دي او ایران، پاکستان او چین د دې هیواد اصلي وارداتي ځایونه دي.