افغانستان
په پکتیا کې د څه باندې دیارلس میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو پرمختیايي پروژو کار پیل شو
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د پکتیکا ولایت په مرکز اومنې او جاني خېلو ولسوالیو کې د ۱۳ میلیونه او ۴۹۲ زره افغانیو په ارزښت د درېیو پراختیايي پروژو کار پیل شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د سربند پټلۍ، د هشتخانې د اوبولګولو شبکه او د چشتې کارېز پروژې شاملې دي چې چارې به یې په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې شي.