افغانستان

د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې نوې ټاکنې

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو پخوانی رییس عبدالمتین سعید د دغه وزارت د عوایدو او ګمرکونو د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې د تفتیش عالي ادارې پخوانی مالي او اداري مرستیال محمد نبي محمدي د احصایې د عمومي ریاست د نفوسو د احوالو د ثبت د معین په توګه ټاکل شوی دی.

دغه راز د کندهار ښار د څلورمې امنيتي حوزې پخوانى قوماندان عبدالعلي ملا اغا د تخار ولايت د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى دى.

د ښاغلي مجاهد په وینا دغه ګومارنې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان په اساس شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button