د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سږ کال افغان کډوال په نړۍ کې تر ټولو ډېر کډوال شوي او د سوریې له کډوالو ډېر شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۱،۶ میلیونو څخه زیاتو افغانانو د خپل امنیت د تامین لپاره په ایران او پاکستان کې پناه اخیستې ده.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې دا مهال دوه هېوادونه پاکستان او ایران د څه باندې ۸ میلیونو افغانانو کوربه دی.