د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کانونو او پټرولیم وزارت د ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي په مشرۍ د دغه وزارت یو پلاوی د کانونو د استخراج او د ښې راتلونکې لپاره د کانونو د همکاریو د پراختیا په کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې په ياد کنفرانس کې د نړۍ د څه باندې اويا هېوادونو استازي ګډون وکړي.