افغانستانسیمه

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د عمران خان د پلویانو د اعتراض په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه رد کړه او هغه یې د پاکستان په کورنیو چارو کې د نه منلو وړ لاسوهنه وبلله.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون په یوه بیان کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو مظاهرې ته په اشارې سره وویل چې اسلام آباد باید د خلکو مشروع غوښتنو ته درناوی وکړي او د پاکستان د ننګونو یوازینۍ حل لاره د خبرو اترو لاره غوره کړي.

د جیونیوز د راپور له مخې زهرا بلوچ ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د دې پر ځای چې د یوه ډیموکراټیک هېواد په اړه د نظر څرګندونه وکړي، باید د خپلو کورنیو ستونزو پر حل تمرکز وکړي. ټولشمولیت ته لومړیتوب ورکړئ، او د خپلو حقونو د محدودولو پر ځای د ښځو او نجونو د زده کړې حق په ګډون د خپلو خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته ځواب ویونکی اوسئ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button