سیمهنړۍ

ځان سوزل د فلسطین او لبنان ملاتړ د سپینې ماڼۍ مخې ته

یوه سړي د ونۍ په ورځ په واشنګټن کې سپینې ماڼۍ ته څېرمه د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون کې ځان سوځولی دی

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې اړه لیکلي، مظاهره کوونکی په داسې حال کې روغتون ته وړل شوی چې د سپرو ټپونو له امله یې ژوند ته ګواښ نه دی.

دا مظاهره د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه په اسرایلو باندې د فلسطینیانو د حماس د غورځنګ د حملې او د غزې د تړانګې په خلاف د اسرایلو د پوځ د اوسپنې د تورو عملیاتو د پیل لومړۍ کلیزه وه.

د امریکا په پلازمینه کې په مظاهره کې شاوخوا زر تنه راټول شوي وو، دوی د “آزاد فلسطین” شعارونو سره پوسټرونه درلودل، د اسراییلو د وسلو د بندیز غوښتنه کوله. مظاهره چیانو د فلسطین بیرغونه هم پورته کړل.

د خبرونو اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/12570?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button