افغانستان

په بلخ کې د اسلامي امارت د شهیدانو په یاد کې دروازه جوړه شوه

په بلخ ولایت کې د اسلامي امارت د مجاهدینو د عامو شهیدانو په یاد جوړه شوې دروازه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د بلخ ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې دروازې د جوړولو چارې د اسلامي امارت د ۲۰۰ هغو مجاهدینو د شهادت په یاد کې ترسره شوې، چې د ۱۳۷۶ کال د جوزا په میاشت کې شهیدان شوي وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغې دروازې پر جوړولو ۳۴۵۰ زره افغانۍ لګښت راغلی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button