افغانستان
د لس میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې
د پوهنې وزارت وايي، د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د فردوسي ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځى شپږ ساختماني ټولګي لري او مالي لګښت يې د يوه ملي سوداګر او خيريه موسسې له خوا ورکول کېږي.