افغانستاناقتصادنړۍ

نړیوال بانک په دریو کلونو کې له افغانستان سره ۱.۷ میلیارده ډالره مرسته کړې ده

نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې یې له افغانستان سره ۱،۷ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

دغه بانک وايي چې دغه مرستې د اسلامي امارت له لاسرسۍ بهر شوې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه مرستې د ښځو او نجونو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو ته ځانګړې شوې دي.

نړیوال بانک وايي چې د دغه بانک رییس د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته د منځنۍ اسیا د برېښنا د سوداګرۍ د پروژې (کاسا ۱۰۰۰) د بیا پیلولو منظوري هم ورکړې ده.

بانک وايي چې په افغانستان کې به د پروژې عملیات په محدوده توګه بیا پیل شي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ټول ساختماني تادیات او راتلونکي عواید له افغانستان څخه بهر اداره کیږي.

د بانک په راپور کې دا هم ویل شوي چې دوی د خپلو پروژو په مرکز کې ښځې او نجونې ځای پر ځای کوي او ډاډ ورکوي چې د پروژې فعالیتونه د ښځو له خوا او یا هم پلي کیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button