الجزیرې شبکې د سیمه ییزو سرچینو په حواله ویلي، د سوریې په ختیځ کې د “البوکمال” په سیمه کې او له عراق سره پولې ته څېرمه د امریکا درېیم هوايي برید شوی دی.
په دغه برید کې د امریکا پوځ د عراق او سوریې په سرحدی سیمه کې د سید الشهدایی د کتیب مرکز په نښه کړی دی.
صبرين خبر هم وايي، چې په دې بريد کې يو تن ټپي شوى دى.