افغانستان

په هرات کې له جوازه پرته د پیسو د تبادلې ۷۵ تنه نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر نن (ونۍ د تله ۷مه) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې دغه ناقانونه پیسې تبادله کوونکي د سړک پر غاړه د ګرځنده پیسو تبادله کوونکي وو او هیڅ جواز یې نه درلود.

د يو بل خبر له مخې: دغه پيسې اخيستونکي دسيمه ئيزو مقاماتو په لارښوونه دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول او ددغه ولايت امنيې قوماندانۍ ته وسپارل شول .

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت رئیس لوی پاسوال انجينر سیدالرحیم جاهد د عامه امنیت له ځواکونو څخه وغوښتل چې د افغانستان خلکو د عزت او سرښندنو د خوندیتوب په برخه کې له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه، خلک تر بل هر څه زیات امنیت ته اړتیا لري او موږ د دوی د رښتیني بچیانو په توګه دوی ته امنیت برابروو او دا خدمت خپل ویاړ ګڼو.

د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې معینیت وايي، د دغه ریاست ځواکونه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د امنیت او عامه نظم په تامینولو بوخت دي، څو خلک وکولای شي له کومې ستړیا او امنیت څخه خپل کار او ژوند ته دوام ورکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button