د الجزیرې د راپور له مخې، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د فلسطین د خپلواک دولت په رسمیت پېژندلو لپاره د نویو نړیوالو هڅو اعلان وکړ.
په دغو څرګندونو کښې د سعودی د بهرنیو چارو وزیر وویل: د فلسطینی دولت د جوړولو لپاره یو نړیوال ائتلاف جوړ شوی دی.
بن فرحان د دغه نړیوال ائتلاف جوړېدل د اروپا او عربو د ګډو هڅو پایله وبلله.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام ټینګار وکړ: د دوو دولتونو د حل په وړاندې د اسرائیلو په مخالفت کې به چپ پاتې نه شو.