افغانستاناقتصادسیمه

د ټاپې پروژه د حکومت لومړیتوب دی

په دې کتنه کې د ترکمنستان هېواد قونسل او د ټاپي پروژې رئیس د ټاپي پروژې وروستي معلومات او پرمختګونه د هرات له والي سره شریک کړل.

دوی د سیمه ییزې ادارې له هر اړخیزې همکارۍ څخه مننه وکړه چې د دې پروژې د کار د چټکتیا او د دې پروژې د تطبیق په برخه کې یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

له بلې خوا د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا او د دغې مهمې او حیاتي پروژې پر پرمختګ ټینګار وکړ او دا یې د حکومت له کاري لومړیتوبونو څخه وبلله.

د هرات والي همدا راز د ترکمنستان د قونسلګرۍ او د ټاپي پروژې د مسوولینو هڅې او ښې همغږي وستایله او هغوی ته یې د ستاینلیک په ورکولو سره قدرداني وکړه.

ټاپي پروژه د هېواد له مهمو اقتصادي پروژو څخه ده، چې د روان کال په وږي میاشت کې د افغانستان او ترکمنستان د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې رسماً پرانیستل شوه او عملي کار یې پیل شو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button