افغانستانسپورت

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به له پاراګوای سره مخامخ شي

د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به نن (څلرنۍ د تله ۴مه) د فوټسال د نړیوال جام د ۱۶ پړاو په پایلوبه کې له پاراګوای سره مخامخ شي.

ټاکل شوې چې دا لوبه د څلرنۍ په ورځ د کابل پر وخت د ماښام په ۷:۳۰ بجو پیل شي.

د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړو د نړیوال جام له پیل مخکې په تیاریو کې له پاراګوای سره ۳-۳ مساوي کړه.

که افغانستان د پاراګوای پر وړاندې وګټي، نو کوارټر فاینل ته به ځي او د فرانسې او تایلنډ ترمنځ د لوبې له ګټونکي سره به مخامخ شي.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړو په نړيوال جام کې په خپله لومړۍ لوبه کې د يوې بريا، دوو ماتې، درې نمرو او دوه منفي توپير سره د فوټبال ١٦ پړاو ته لاره پيدا کړه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button