افغانستان

په هرات کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او پنځه نور ټپيان شول

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د هرات د امبولانسونو عمومي مديريت وايي، دا پېښه پرون سهار د هرات د ګذرې ولسوالۍ په ميرداوود سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې يو ټېلر موټر له يوه ٥٨٠ ډوله مسافر وړونکي موټر سره ټکر وکړ.

د هرات د امبولانسونو عمومي مدير عبدالظاهر نورزى وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ټېلر موټر د چلوونکي له کنټروله ووت او څو موټرو ته يې زيان اوښتى دى. په دې پيښه کې د ميرداوود په سيمه کې د ښار د ننوتو دروازه هم ويجاړه شوې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button