په ازبکستان کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عبدالغفار بحر په دغه هېواد کې د اسلامي امارت د سفیر په توګه خپله دنده پیل کړې ده.
په دغو مراسمو کې چې ښاغلی بحر د سفیر په توګه معرفي شو، د عامې روغتیا وزارت مرستیال، افغان سوداګرو، دیپلوماتانو او د سفارت کارکوونکو ګډون کړی و.