نړۍ

شولتز: موږ به اوکراین ته داسې توغندی ورنکړو چې مسکو ته ورسیږي د

د جرمني صدراعظمې اولاف شولتز د اوکراین له خوا دې هېواد ته د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د استولو او د روسیې پر ضد د هغو د کارولو د اجازې په اړه وویل، برلین به اوکراین ته د لېرې واټن ویشتونکي توغندي نه ورکوي چې مسکو ته ورسېږي.

هغه همداشان ټینګار وکړ چې هغه به کی یف ته د توروس توغندي چې له ۵۰۰ کیلومترو څخه زیات واټن ویشتونکي توغندي نه استوي.

هغه د نیودرګورسډورف په ښار کې په یوه وینا کې وویل، “که څه هم ډیری په ما فشار راوړي، زه به داسې کروز توغندي ونه سپارم چې مسکو اوکرایین ته د رسیدو توان ولري” او موږ به خامخا دا ژمنه پوره کړو.

هغه یو ځل بیا په اوکراین کې د کړکیچ د سوله ییز حل پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، د دې وخت دی چې وڅېړل شي چې کومې لارې شته.

جرمني له امریکا وروسته اوکراین ته د وسلو دوهم مرسته کوونکی دی او تر اوسه یې له اوکراین سره د ۲۸ میلیارده یورو پوځي مرستې ژمنه کړې او یا یې کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button