د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په یوه خبري غونډه کې وویل، نړۍ اندېښمنه ده چې له افغانستانه به ترهګر پر نورو هېوادونو بریدونه وکړي.
ښاغلي ګوتریش په دې خبري غونډه کې د څلرنۍ په ورځ (۲۸ وږی) خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو مسله ده ته شخصاً ډېره مهمه ده.
نوموړي د دغه سازمان د عمومي غونډې د جوړېدو اعلان هم وکړ او ويې ويل چې په دې غونډه کې به ګډون ته دوام ورکړي.
د هغه په وينا، په دې غونډه کې به په افغانستان کې د بشري حقونو پر سرغړونو خبرې وشي.