روسي سوداګر غواړي چې د افغانستان په پنجشیر کې د کانونو او تولیدي فابریکو په برخه کې پانګونه وکړي.
يو شمېر روسي پانګوالو پنجشېر ته په خپل سفر او د دغه ولايت له والي سره په کتنه کې وويل، چې دوى لېوال دي، چې د کانونو په برخه کې ٣٠ ميليونه ډالره د پانګونې لپاره تخنيکي ډول ولګوي معدني اوبه او نرم مشروباتپه او د شربت، مېوو جوس، او د توليد فابريکې جوړې کړي.
دوی وویل، چې پر دې بنسټ به هر کال د درې میلیونه ډالرو په ارزښت دغه محصولات له پنجشیر څخه نورو هېوادونو ته صادر شي.