افغانستاننړۍ

د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خپل درې میاشتني راپور د وړاندې کولو پر مهال د افغانانو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

مېرمن اوتنبایوا وویل، سږ کال په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او ملګرو ملتونو د دې اړتیا د پوره کولو لپاره درې میلیارده ډالره غوښتي وو، خو د اوتنبایوا په وینا، د تېرو درېیو میاشتو په موده کې مرستندویانو ډېر څه نه دي ترلاسه کړي. په کال کې، دوی نږدې 900 ملیون ډالر چمتو کړي دي.

د یوناما مشر بیا وویل چې ژمی را روان دی او له ګاونډیو هېوادونو څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو په راستنېدو سره به اقتصادي ستونزې زیاتې شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button