د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره په لیدنه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو او حل لارو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې خلیل الرحمن حقاني له پاکستانه وغوښتل چې د ګاونډیتوب د اصولو په پام کې نیولو سره دې کډوال په زوره نه استوي او نه دې ځوروي.
نوموړي په دې برخه کې د ګډې او هراړخیزې تګلارې پر جوړولو هم ټینګار وکړ او په تورخم او سپین بولدک کې یې د تګ راتګ پر اسانتیا هم ټینګار وکړ.