د ازبکستان سفیر د لومړي وزیر له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د لا زیاتو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی.
نوموړي دغه راز د برېښنا په برخه کې د همکارۍ په موخه په نږدې راتلونکي کې کابل ته د يوه نوي پلاوي د سفر خبر ورکړ.