سیمهنړۍ

لبناني چارواکي: په بیروت کې چاودنې د اسرائیلو له لوري یو ترهګریز عمل دی

د لبنان د کورنیو چارو پخوانی وزیر«مروان شربیل» نن درېنۍ د وږی په ۲۷ مه په بیروت کی د پیجر په ارتباطی دستګاه کی چاودنه د صهیونیسټی رژیم له خوا ترسره شوی یو تروریستی عمل وباله.

شربل د العربی الجدید ورځپاڼې ته وویل: بې له شکه هغه څه چې پېښ شول یو تروریستی عمل دی چې د حزب الله ځواکونه او د لبنان اتباع او ملکیان یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په نښه کړل.

لبناني سیاستوال دا هم ویلي چې په دې اړه پلټنې روانې دي ترڅو معلومه کړي چې دا څنګه پیښ شوي.

هغه ټینګار وکړ چې پیجر یو له پخوانیو ټیکنالوژیو څخه دی چې نه یوازې د ګوندونو لخوا کارول کیږي، بلکې د لبنان د لوی شمیر اتباعو په لاس کې دی، په ځانګړې توګه په مختلفو برخو کې لکه طبي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button