د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه په څلرنۍ ورځ کې د (سپتمبر ۱۸ ) غونډه جوړه شي.
له دې غونډې وروسته به د افغانستان په اړه رای اچونه وشي.
په دې غونډه کې به د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره سیما باهوس او د مدني ټولنې یوه استازې هم ګډون ولري.