افغانستانسپورت

د افغانستان د فوټسال لوبډلې د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې انګولا ته ماتې ورکړه

د هېواد د فوټسال لوبغاړو له نننۍ لوبې وروسته د ازبکستان د فوټبال په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه له انګولا سره وکړه او په پای کې یې خپل حریف ته د ۶-۴ په توپیر ماتې ورکړه.

اکبر کاظمي، مهدي نوروزي، امید قنبري، حسین محمدي او رضا حسین پور د انګولا پر وړاندې ګولونه وکړل.

د فوټسال ملي لوبغاړي د څلرنۍ په ورځ په نړیوال جام کې په خپله دویمه ګروپي لوبه کې د ارجنټاین د فوټسال لوبغاړو سره سیالي کوي.

د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د ازبکستان د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې په C ګروپ کې د اوکراین، ارجنټاین او انګولا له لوبډلو سره لوبه کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button