افغانستانسپورت

د فوټسال نړیوال جام پیل؛ افغانستان به په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه له انګولا سره کوي

د هېواد د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د افغانستان او انګولا د فوټسال د ملي لوبډلو ترمنځ به نن (یوونۍ ، ۲۵ وږی) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې د افغانستان پر وخت مازدیګر ۵ بجې پیل شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ کال د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې په C ګروپ کې د اوکراین، انګولا او ارجنټاین له لوبډلو سره سیالي کوي.

د فوټسال نړیوال جام سیالۍ د ونۍ په ورځ د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ازبکستان په تاشکند ښار کې په رسمي ډول د څلورو لوبو په ترسره کولو سره پیل شوې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button