افغانستان
په هرات کې د څه دپاسه ٢٠ میلیونه ډالرو په ارزښت د نړیوال ترمینل د جوړولو کار پرانستل شو
د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزیر مل پاسوال حمیدالله اخندزاده په هرات ولایت کې د ۲۰،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د نړیوال ترمینل د جوړولو کار پرانیست.
دغه ترمینل چې په زر جریبه ځمکه کې جوړ شوی، څه باندې څلور زره ټنو ته به د کار زمینه برابره کړي.