افغانستان

عدلیې وزارت: هر هغه څوک چې د اسلامي امارت له منظور شوو قانوني اسنادو سره مخالفت وکړي، محاکمه شي

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عدليې وزارت د پنځنۍ په ورځ د وږی په ۲۲ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د تقنيني سندونو هره ماده د الله (ج) له کتاب، فقهې او نورو معتبرو کتابونو څخه اخيستل شوې او نيوکه يې پر شريعت نيوکه ده.

د اعلامیې له مخې، په دغو تقنیني سندونو کې داسې مواد نشته چې له ذکر شویو سرچینو څخه نه وي اخیستل شوي او “له دې څخه په ډاګه څرګندېږي چې قوانین او نور تقنیني سندونه سل په سلو کې شرعي دي.”

په دې اعلاميه کې راغلي: که يو څوک د تعصب او د نظام د تخريب له مخې په تصويب شويو قانوني اسنادو اعتراض وکړي، دا کار له شريعت سره په ټکر کې دی، چې په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی او که له دې وروسته دغه کس په رسنيو او يا د نورو مجلسونو له تصویب شویو تقنیني اسنادو سره که اسلامي امارت د دوی مخالفت وکړي او د تباهۍ او یا د ضدیت له مخې پرې نیوکه وکړي، له شریعت سره په ټکر کې به وي او محاکمو ته به یې وړاندې کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button