افغانستاناقتصاد

د ټاپی سره یوځای؛ په هرات کې د اورګاډي پټلۍ د جوړولو او د تورغونډۍ د بندر د پراختیا چارې پیل شوې

د فواید عامې وزارت د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تورغونډۍ د بندر د پراختیا او له تورغونډۍ تر صنوبر پورې د ۲۲ کیلومتره پټلۍ د غځولو کار پیل کړی دی.

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي دفتر لیکلي، چې د هرات د تورغونډۍ بندر ته به پراختیا ورکړل شي او له دغه بندر څخه تر نوبهار پورې به د اورګاډي پټلۍ جوړه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له تورغونډۍ څخه تر صنوبر پورې د اورګاډي پټلۍ ۲۲ کیلومتره اوږدوالی لري چې د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د دغې پروژې چارې پیل شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، د ټولګټو وزارت د ریل پټلۍ مرستیال او د ترکمنستان د ریل پټلۍ رئیس ملا بخت شرافت د دغې پروژې او د هغې د اهمیت په اړه خبرې وکړې.

د يادونې وړ ده، چې دغه لار د لاجورد لارې يوه برخه ده، چې له بشپړېدو وروسته به له هرات څخه مزارشريف ته ځي او له هغه ځايه به افغانستان له چين سره نښلوي.

تېره ورځ د افغانستان او ترکمنستان لوړ پوړو چارواکو په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کار پرانسته وکړه.

د ګازو د نل لیکې ترڅنګ، د لاجورد سړک اورګاډي، د برېښنا لېږد او نوري فایبر د دواړو هېوادونو ترمنځ نورې پرمختیايي پروژې دي چې د ټاپي پروژې تر څنګ پرانیستل شوې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button