دبلخ ولايت دعامې روغتيا رييس رحمت الله منصور د ايران داسلامي جمهوريت له طبي بورد سره په کتنه کې وويل: افغانستان تل د ايران له اسلامي جمهوريت سره سوله ييزې او ملگرتیا اړيکې لري او دغه اړيکې به په راتلونکي کې هم دوام ولري.
هغه زیاته کړه: موږ په خپل ټول قوت سره په بلخ ولایت کې د ایراني درمل جوړونکو شرکتونو له فعالیت څخه ملاتړ کوو او په دغه ولایت کې د درمل جوړولو شرکتونو پانګونې ته شرایط برابره شوې ده.
دبلخ ولايت دعامې روغتيا رييس د ايران داسلامي جمهوريت طبي بورد ته ډاډ ورکړ چې په دغه ولايت کې به له کومې ستونزې پرته پانګونه او هرکلى وشي او دوى کولاى شي په ډاډمنه توګه پانګونه وکړي.
له بلې خوا د بلخ ولايت د درمل او خوراکي توکو رييس نجيب الله توانه په دې غونډه کې وويل: زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د هېواد په کچه امنيت تامين شوى او بهرنۍ درمل جوړونکي شرکتونه کولى شي چې زموږ د هېواد په ښارونو او ولايتونو کې فعاليت وکړي.
هغه وويل، زموږ هېواد باکيفيته درملو ته اړتيا لري، له همدې امله موږ غواړو چې بهرني درمل جوړونکي شرکتونه په بلخ ولايت کې د درملو د توليد په برخه کې کار وکړي او له دې فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي.