افغانستاننړۍ

خلیلزاد له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د بهرنیو اړیکو د کمېټې راپور رد کړ

ټاکل شوې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر مایکل مک کیل په مشرۍ جمهوري غوښتونکي نن (دوشنبه د وږی ۱۹مه) له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه یو راپور خپور کړي.

په دغه راپور کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر ادارې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکا د ګډوډۍ او وژونکي وتلو په تړاو د ناکامیو له امله سختې نیوکې شوې دي.

خو د امریکا لوړ پوړي ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې یې له اسلامي امارت سره د سولې تړون لاسلیک کړ، پر دغه راپور نیوکه کړې ده.

ښاغلي خلیلزاد په ایکس کې لیکلي: “ما د اس بی سی خبري چینل کې د افغانستان په اړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د اکثریت راپور کتنه ولوستله.

په دې راپور کې ویل شوي، چې امریکايي پوځیان د امریکا او اسلامي امارت تر منځ په خبرو کې برخه نه لري. دا ادعا دروغ ده.

د روان کال په نومبر میاشت کې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې له افغانستان څخه د وتلو مسله یو له تود سیاسي مسایلو څخه بلل کیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button