افغانستان
په بلخ کې يو تن د شرابو د پلورلو په جرم ونيول شو
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د مزارشريف ښار د څلورمې ناحيې د امنيتي ځواکونو له خوا د شرابو د پلورلو په تور يو تن نيولى دى.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له دغه کس څخه شل لیتره شراب هم ترلاسه شوي دي. تر لومړنیو څېړنو وروسته به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.