افغانستان
د اسلامي امارت مشرتابه د ۲۱۷ عمري قول اردو له مسوولینو سره وکتل
د هېواد د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه د ۲۱۷ اتل قول اردو له مسوولینو او سرتېرې او یو شمېر علماوو، مخورو او معلولینو سره وکتل.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د اسلامي امارت مشرۍ په یووالي، اخلاص، تقوا او اطاعت ټینګار وکړ او ویې ویل، یووالی ستاسو د پرمختګ او بریا لامل کېږي.
مشرتابه د ښې حکومتولۍ په برخه کې مسوولینو او سرتېرو ته لازمې سپارښتنې هم وکړې.