په افغانستان کې د امریکا د سفارت سیاسی استازي کرن ډیکر د قزاقستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره د دغه هېواد په پلازمېنه استانه کې وکتل او د افغانستان پر امنیت، ګډ اقتصاد او ټولنیزو ګټو یې خبرې وکړې.
مېرمن ډیکر نن جمعه (جمعه، ۱۶ وږی) په ایکس چینل کې وویل چې افغانستان نه دی هېر شوی او زیاته یې کړه چې د سیمه ییز پیوستون د پیاوړتیا او په سیمه ییزه کچه د اړیکو پراخولو هڅې دوام لري.