افغانستانسیمه

د پاکستان او افغانستان ترانسپورتي ستونزې هوارې شوې

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند امام الدين احمدي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د “تاد” سند د لاسليک اعلان وکړ.

هغه وويل چې د دغه سند په لاسليک سره د صادرولو او واردولو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترانسپورتي ستونزې هوارې شوې دي.

د ترانسپورت وزارت وياند د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادرولو او واردولو په موخه د شپږو مياشتو لپاره له افغانستان څخه ۶۰۰ او له پاکستان څخه ۲۵۰ لاريو ته د جوازونو د ورکړې خبرتېا وکړ او زياته يې کړه، چې دغه لارۍ ټولو ښارونو ته د لېږد وړتيا لري.

باید وویل شي چې د دې ستونزې په حل سره به د افغان سوداګرو هغه سوداګریز کاروانونه چې د تورخم په دروازه کې بند پاتې وو، پاکستان ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د سبزیجاتو او مېوو د فصل پر مهال د ترانسپورتي ستونزو له امله د هېواد کروندګرو ته ډېر زیانونه اوښتي وو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button